لیګونه

ټولې دروازې به د ننداره چیانو پر مخ بندي وي

کرونا لاهم مخ پر چټکتیا روانه ده هندي کرکټ څارونکي د هند کرکټ بورډ اداره او د بي سي سي آی کنټرول اداره لاهم خواشینونکې خبرونه وړاندې کوي،


د هند کرکټ بورډ مرستیال د رسنیو سره په خبرو کې ویلي، مونږ په ډېري خواشینۍ سره خبر ورکوو چې سږکال به بیاهم ننداره چیان میدان ته داخل نشي او هېڅ ډول اجازه به ورنه کول شي د څوارلسم پړاو آی پي ایل لیګ به پرته ننداره چیانو ترسره شي،


مخکې د بي سي سي آی کنټرول ادارې مشر سارو ګنګولي په خپلو خبرو کې ویلي و، چې سږکال به آی پي ایل په هند کې ترسره کیږي او یو شمیر ننداره چیان به پکې هم ګډون وکړي،


یاده دې وي چې هندي لیګ لپاره د نړۍ ګڼ شمير مشهوره لوبغاړي راټولیږي او د خپلو لوبډلو په ګټه لوبې ترسره کوي دې لوبغاړو کې درې افغان لوبغاړي هم شته چې د سنریزر حیدر اباد په ګټه به ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې