نړیوال کریکټ

شبیر حسین شیکدام کنداوالا، د بي سي سي آی کنټرول اداري د اداري فساد ضد څانګې مشر وټاکل شو

شبیر حسین شیکدام کنداوالا د پخواني غړي اجیت سینګ پرځای ګمارل شوی،


اجیت سینګ د بي سي سي آی کنټرول اداره کې د ۲۰۱۸ م کال راهیسي دنده ترسره کوله چې نن یې له خپلې دندې په خپله خوښه استعفا وکړه،


شبیر حسین به له دي وروسته په بي سي سي آی کنټرول اداره کې د مشر په توګه غړیتوب ولري نوموړی به خپله دنده د ممبي او بنګلور په لوبه کې پیل کړي،
شیکدام خوښې ښودلي چې د نړۍ ترټولو په لوړه اداره کې ورته د کار فرصت پيدا شو،
هغه به ټول لوبغاړي او لوبډلې څاري چې د فساد پروړاندې کومه ناوړه دسیسه جوړه نکړي که چیرته کوم داسي څه کړنه ترسره کیږي نوموړی به پري اسناد پیدا کوي او بیا به یې د کرکټ کنټرول ادري او کرکټ بورډ سره شریکوي،


شیکدام به د فساد ضد ټولې هغه کړنې څاري کومې چې د لوبې څخه مخکې د لوبې په جریان کې او د لوبې څخه وروسته ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې