دلوبغاړو په اړهلیګونه

سږ کال ای پي ایل کې تر ټولو زیات عمر لرونکي لوبغاړي وپيژنی.

د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل رنګينې سيالۍ به د را روانې جمعې په ورځ د ممبۍ انډيانز او رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلې په لوبې سره پیل شي.

د ای پي ایل سيالیو د ډيرو اتلوالیو ګټلو ریکارډ له ممبۍ انډيانز لوبډلې سره دی،یادې لوبډلې پنځه ځلې د ای پي ایل سیالیو اتلوالي خپله کړي ده.همداشان که چیرې سږ کال بیا هم د یادو سيالیو اتلوالي خپله کړي،دا به یې پرلپسې دریمه اتلوالي وي چې یوه لوبډله یې خپلوي.

له ممبۍ انډيانز لوبډلې وروسته د ای پي ایل سيالیو زیاتې اتلوالۍ چنای سوپر کینکز خپلې کړي دي.یادې لوبډلې درې ځلې اتلوالي خپله کړي ده.ورپسې کلکتې دوه ځلې اتلوالي خپله کړي ده.

بنګلور،پنجاب او ډهلي هغه ټيمونه دي چې تراوسه یې اتلوالي نده ګټلې.

دلته په لنډ ډول پنځه هغه لوبغاړي در پیژنو چې زیات عمر لري او په سږ کال ای پي ايل سيالیو کې به هم لوبې ترسره کړي.

۱:- مهندرا سينګ ډوهني (۳۹)
مهندراسينګ ډوهني چې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان هم پاتي شوی او په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سيالیو کې به د چنای لوبډلې کپتاني هم ترسره کړي.نوموړی په پنځو هغو لوبغاړو لیست کې دی چې زیات عمر لري او په روان پړاو ای پي ایل کې به د خپلې لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.مهندراسینګ ډوهني اوسمهال ۳۹ کاله عمر لري او نوموړی د ای پي ایل له پیله تراوسه په یاد لیګ کې لوبیږي.ډوهني تردې دمه ۲۰۴ ای پي ایل سیالۍ ترسره کړي دي،چې د ۲۳ نیمه سلیزو په مټ یې ټولټال (۴۶۳۲) منډې پکې جوړې کړي دي.

۲:- هربجن سینګ (۴۰)
هربجن سينګ یو بل هندي کرکټر دی چې په زیات عمر درلودو سره به نوموړی سږ کال ای پي ایل سيالیو کې لوبې ترسره کړي.نوموړی اوسمهال ۴۰ کاله عمر لري.

هربجن سينګ هم د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل پرته نور تردې دمه په ټولو پړاونو کې لوبیدلی دی.په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو کې نوموړی د شخصي ستونزو له کبله په ای پي ایل لیګ کې نه وو لوبیدلی.نوموړی د ۲۰۲۱ کال بولۍ پړاو د پیل وړاندې د چنای سوپر کینکز لوبډلې لخوا رخصت کړل شو،خو د بولۍ پر مهال د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لخوا په ۲ کروړه هندۍ کلدارو واخیستل شو.

هربجن سینګ په ۱۶۰ ای پي ایل سیالیو کې برخه اخیستي او تر ۱۵۰ پورې ویکټې یې پکې اخیستي دي.
۳:- کریس ګېل (۴۱)
کریس ګېل که څه هم ۴۱ کاله عمر لري،خو نوموړی ډیر چبک او فعال ښکاري.کریس ګېل په ۲۰۰۹ کال کې له ای پي ایل سيالیو سره یو ځای شو او د هغې مودې راهیسې اوس هم په یاد لیګ کې لوبیږي.نوموړي په ۱۳۲ ای پي ایل سیالو کې ګډون کړی چې د ۳۱ نیمه سلیزو او ۶ سلیزو په مټ یې (۴۷۷۲) منډې جوړې کړي دي.

کریس ګېل هغه لوبغاړی دی چې په ای پي ایل سيالیو کې زیات ریکارډونه هم د نوموړي په نوم دي.تیر پړاو ای پي ایل سیالیو کې،که څه هم نوموړي یوازې اوه لوبې ترسره کړې،خو په شپږیزو کې تر ټولو وړاندې روان وو او ۲۳ شپږیزې یې وهلي وې.

۴:- عمران طاهر (۴۱)
عمران طاهر هم د هغو زیات عمر لروونکو لوبغاړو په لیست کې دی چې سږ کال به بیا هم لوبې ترسره کړي.

نوموړی د ۲۱۴ کال راهیسې په ای پي ایل سیالیو کې لوبیږي او تردې دمه یې په ۵۸ ترسره کړل شوو لوبو کې ۸۰ ویکټې اخیستي دي.
۴۱ کلن عمران طاهر په ۲۰۱۹ ای پي ایل سيالیو کې د ۲۶ ویکټو په اخیستلو سره د ټورنمېنټ زیاتې ویکټې اخیستوونکی بالر په توګه پای ته ورسوه.

۵:- کېدر جېداو
کېدر جادو چې ۳۵ کاله عمر لري او د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سيالیو تر شروع کیدو پورې به نوموړی ۳۶ کلنۍ ته واوړي،نوموړی هم په هغه لیست کې شامل دی چې تر ټولو ډير عمر لري او په روان کال ای پي ایل لیګ کې به هم ولوبیږي.نوموړی لدې وړاندې په ای پي ایل سيالیو کې له چنای سوپر کینکز لوبډلې سره وو،خو یادې لوبډلې نوموړی خوشی کړ او په ۲۰۲۱ کال نیلامۍ پړاو کې د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې لخوا په ۲ کروړه هندۍ کلدارې واخیستل شو.

کیدر جېدا د ۲۰۱۰ کال راهیسې په ای پي ایل سيالیو کې لوبیږي او تردې دمه یې په ترسره کړل شوو ۸۷ لوبو کې (۱۱۴۱) منډې جوړې کړي دي.
عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې