ریکارډونهنړیوال کریکټ

د یو ورځینو سیالیو په یو اننګز کې د لوړو منډو ریکارډ دلته رسره ولولئ!

که څه هم یو ورځنۍ لوبې یو لنډ فارمټ دی، یو لوبغاړي ته به سخته وي چې د ټیسټ فارمټ په څېر زیاتې منډې جوړې کړي، خو بیا هم داسې لوبغاړي درپیژنو چې د همدغه فارمټ یو اننګز کې یې غبرګې سلیزې او ان ۲۵۰ منډې هم جوړې کړي دي.

روهیت شرما!
د هندۍ لوبډلې پیلیز توپ وهونکی او مرستیال لولوبډلمشر «روهیت شرما» لومړی لوبغاړی دی چې د یو ورځنیو سیالیو په یو اننګز کې یې تر ټولو زیاتې «۲۶۴» منډې جوړې کړي دي، روهیت شرما دغه کارنامه په ۲۰۱۴م کال کې د سریلانکا لوبډلې خلاف ثبت کړه.

دوهم مارټین ګوپټیل!
د نیوزیلینډ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی «مارټین کوپټیل» دوهم لوبغاړی دی چې د یو ورځنیو سیالیو یو اننګز زیاتې «۲۳۷» منډې یې جوړې کړي دي، نوموړي دغه کارنامه په ۲۰۱۵م کال کې د ویسټ انډیز خلاف ثبت کړه.

دریم ورینډر سهواک!
د هندۍ لوبډلې پخوانی پیلیز توپ وهونکی «ورینډر سهواک» دریم لوبغاړی دی چې د یو ورځنیو سیالیو په یو اننګز کې زیاتې «۲۱۹» منډې جوړوي، سهواک دغه کارنامه په ۲۰۱۱م کال کې د ویسټ انډیز خلاف ثبت کړه.

په همدې ترتیب سره کریس ګیل په ۲۱۵ منډو جوړولو سره څلورم او فخر زمان په ۲۱۰ منډو جوړولو سره پنځم مقام لري.
د یو ورځنیو سیالیو تر ټولو زیاتې غبرګې سلیزې روهیت شرما «۳» ځلې جوړې کړي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې