لیګونه

د کلکتې لوبډلې کپتان: موږ سږکال ډېر قوي چانس لرو چې بریالي شو

د څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو لپاره د کلکتې نایت رایډرز لوبډلې کپتان ایون مورګن وایي چې سږکال موږ ډېر بریالي یوو او ډیر قوي چانس لرو چې بریالي ثابت شو، هغه ویلي موږ ددې فصل لپاره په پوره توګه اماده ګي لرو او په یوه نوې هیله لوبیږو.

د “کریک اتلس” کرکټ ویب سایټ په وینا چې کلکتې لوبډله له ۲۰۱۴ کال راهیسې بیا په ښه توګه بریالۍ نه ده ثابت شوې، خو ددې کال لپاره یوځل بیا کلک او قوي هوډ لري او یوه تکړه لوبډله یې جوړه کړې ده.

بلخوا بیا د نړیوالې کرک انفو او د ای پي ایل پاڼې په معلوماتو کې لیدل کيږي چې کلکتې د ای پي ایل په تاریخ یواځې دوه ځله اتلولوي ګټلې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې خو له هغه وخت راهیسې یې بیا بریالی فصل ندی درلودلای.

اوس ددې لوبډلې کپتان ایون مورګن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې موږ د تیرو فصلونو تجربو ته په کتو داځل د خپلې خوښې لوبډله برابره کړې ده، مخکې زما د کپتانسۍ لومړی کال او د برینډن مکالم د روزونې لومړی کال و خو سږکال موږ تجربو ته پکتو راستانه شولو.

هغه دا هم ویلي چې موږ لوبغاړو او د هغوی کرکټ ته په کتو انتخاب کړی دی او زه باوري یم چې بریالی انتخاب مو کړی دی.

د یاودنې ده چې سږکال له کلکتې لوبډلې سره د ایون مورګن، پت کومنس، بین کټینګ، سنیل نارین، انډر رسل، شکیب الحسن په څېر تکړه لوبغاړي شامل دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې