نړیوال کریکټ

د پاکستان په وړاندې د پاتې سیالیو څخه د سویلي افریقا پنځه مهم لوبغاړي بهر شول.

د کوربه سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو او څلور شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره کیږي خو د دوه یوورځنۍ سیالیو ترسره کولو وروسته د سویلي افریقا «۵» مهم لوبغاړي د پاتې سیالیو څخه بهر شول او نن د هند غوره لیګ «ای پي ایل» په موخه هند ته روان شول.

د کوربه سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنۍ سیالیو څخه لومړۍ لوبه پاکستان او دوهمه هغه یې سویلي افریقا لوبډلې وګټله، ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د لړۍ د دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د اپریل ۷ مه نېټه ترسره شي.

د دغه لړۍ وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلور شل اوریزه سیالیو لړۍ هم پیل شي چې لومړۍ لوبه د اپریل په ۱۰مه نېټه، ورپسې به د اپریل په ۱۲مه، ۱۴ مه او ۱۶ مه نېټه دوهمه، دریمه او څلورمه شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.

کوینټین ډیکاک، ډیویډ مېلر، کاګیسو رباډا، لونګي نیګډي او نورټیجي هغه پنځه لوبغاړي دي چې د پاکستان خلاف پاتې یو پنځوس اوریزه او څلور شل اوریزه سیالیو کې د سویلي افریقا لوبډلې سره شتون ونلري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې