لیګونه

د وانخیدي کریکټ لوبغالي د کارمندانو ټیسټونه منفې شول

څه موده وړاندې د ممبۍ د کریکټ لوبغالي ۱۰ کارمندان په کرونا ککړ موندل شوې وه، چې له امله یې ډیرې اندیښنې را ولاړې کړې وي. خو اوس تازه راپورنه ورکړل شوې دي، چې د یادو کارمندانو د کرونا پایلې منفې راغلي دي.

د دغه ایالت د کریکټ ایسوسي ایشن (MCA) کې ځینو سرچینو آی اې این ایس ته په خبرو کې وویل، چې د دوی لس کارمندان په کرونا اخته وه چې له ډلې یې اوس دوه غړي په کرونا اخته معلومېږي او د نورو کارمندانو د کرونا ټیسټ پایلې منفې دي.

د راپورنو له مخې چې په پیل کې د دوی ۱۵ کارمندان په کرونا اخته ول چې بیا وروسته پایلو کې څرګنده شوه چې د دوی لس کارمندان په کرونا اخته دي.

د چارواکو پر وېنا چې دوی کومه ستونزه نه وینې او فقت دوه تنه کارمندان یې په کرونا اخته معلومېږي. باید یاده شي چې مخکې داسې راپورنه ورکړل شوې وه چې ګواګې ممبۍ کې سږ کال د ای پي ایل سیالۍ ترسره نشي خو ځینو سرچینو دا خبرونه رد کړل او زیاته یې کړه چې ای پي ایل به په خپل ټاکل شوې مهالویش باندې مخکې ځې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې