دلوبغاړو په اړهمقالې

د مرحوم نجیب ترکي افغانی غرور او خاطرې!

مرحوم نجیب ترکی، او د هغۀ افغانی غرور!

دا سمه ده چې هر افغان، افغانی غرور لري، دا هم منو چې هر یو افغانی کربکټر هم افغانی غرور لري، خو د مرحوم نجیب ترکي یو دوه داسې خاطرې درته لرو چې افغانی غرور په کې له ورایه معلومیږي.

خاطره!
محمد شهزاد د نجیب ترکي دغه خاطره داسې مهال بیان کړه چې مرحوم له ژوندی ؤ.

محمدشهزاد”
اماراتو سره مو لوبه وه، کله چې لوبه پای ته ورسېده ټول لوبغاړي د میدان څخه ووتل، زما په څه خبره د اماراتو لوبغاړو سره لانجه راغله.
اصغر افغان او روزونکي راپسې نجیب ترکی راولیږۀ چې ورشه کومه لانجه رامنځته نکړي، مهمې سیالۍ لرو هسې نه د کرکټ نړیوالې شورا کوم بندیز ورباندې ولګوي.

نجیب ترکی راغی دا خبره یې راته وکړه، زه را روان شوم، خو چې شاته مې وکتل نجیب ترکی ورسره نښتی ؤ.
ــــــــــــــــــــــ
ترکي د خپل ځان یوه خواږه خاطره داسې بیان کړه”

په ۲۰۱۳م کال کوالیفای روانډ پای لوبې کې افغانستان د ایرلینډ خلاف لوبه کوله، ایرلینډ چټکه لوبه کوله، شاوخواه «۲۲۴» منډې هدف یې افغانستان ته وټاکه، افغانستان ټاکل شوی هدف ترلاسه نکړ او ماتې یې ومنله، هغه وخت مې سخت ارمان وکړ، مال کاش په دغه سیالۍ کې ماهم شتون درلودی.

د وخت په ترېدو په ۲۰۱۷م کال کې د ایرلینډ خلاف چانس راکړل شو، هم هغه یادونه مې ذهن ته راغلل، په هغه سیالۍ کې مې د ۲۰۱۳م کال د زړۀ پړاس ورباندې وباسۀ، سلیزه مې جوړه نکړه خو شاوخوا «۹۱» منډې مې جوړې کړې.

دلته د مرحوم له خبرو معلومیږي چې څومره افغانی غرور یې درلوده، د ۲۰۱۳ م کال غچ یې په ۲۰۱۷م کال کې واخیست.

نجیب ترکی یواځینی افغان لوبغاړی ؤ چې (بونسر) توپونه یې په شوق لوبول، هغه به ویل چې بونسر یې د خوښې بالونه دي.

مرحوم نجیب ترکی په کال ۱۹۹۱ م کال کې د فبروي په ۲مه نېټه د افغانستان جلال اباد ښار کې زېږیدلی ؤ.

نوموړي د ۲۰۲۰ م کال اکتوبر په ۶مه نېټه د جلال اباد ښار په یوه ترفیکي پېښه کې له دغه فاني نړۍ څخه په ۲۹کلنی کې سترګې پټې کړې.

نجیب ترکي د افغانستان دپاره په یوځینۍ پنځوس اوریزه، او ۱۲ شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی وو، په ترتیب سره یې «۵» او «۲۵۸» منډې جوړې کړي وي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې