نړیوال کریکټ

د فخر زمان له ښیې توپ وهنې سره بیا هم پاکستان کریکټ ټیم ماتې وخوړه

د پاکستان او جنوبې افریقا کریکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځینو سیالیو له منځه وړمه شپه دوهمه یوه ورځینۍ سیالۍ هم ترسره شوه، چې پکې جنوبې افریقا کریکټ ملي لوبډلې بریا ترلاسه کړه.

د لوبې په پیل کې ټاس خپله پاکستان کریکټ ټیم وګټه او لومړی یې د بالېنګ انتخاب وکړ چې سوېلي افریقا کریکټ ټیم د لومړۍ توپ وهنې پر مټ ټاکلو پنځوسو اورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۴۱ منډې جوړې کړې.

چې له منځه یې ټيمبا بوما ٩٢، کوینټن ډيکوک ٨٠، راسي وان در دوسين ۶۰ او ډيويډ ميلر ۵۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د پاکستان کریکټ ټیم له خوا بیا توپ اچونه کې حارث روف ٣، شاهين شاه اپريدي، محمد حسنین او فهيم اشرف یو ـ یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

په ځوابي توپ وهنه کې پاکستان کریکټ ټیم ښه پیل ورکړ خو له ښه پیل سره سره بیا هم پاکستان کریکټ ټیم ونه توانېد چې ټاکل شوی هدف بشپړ کړې. پاکستان کریکټ ټیم په ټاکلو ۵۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۴ منډې وکړې.

چې پاکستان لپاره توپ وهنه کې فخر زما تر ټولو زیاتې ۱۹۳ منډې وکړې. د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې پاکستان کریکټ ټیم په لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړې وه خو په دوهمه لوبه کې یې د ١٧ منډو په توپير ماتې وخوړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې