دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د رن اوټ جنجال، فخرزمان یې پړه پر ځان اچوي.

پاکستانی اوپنر فخر زمان چې تیره لوبه کې یې بهترین انننګز ولوبوه،خو نوموړی غبرګه سلیزې څخه یوازې اوه منډې لیرې وو،چې د کوینټن ډي کوک لخوا په یوې دوکې سره په منډه کې رن اوټ کړل شو.

د یادې لوبې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ټوله ملامتیا په سويلي ویکټ کیپر کوینټن ډي کوک ور واچول شوه،چې ګواکې هغه یې په دوکې ډول سره اوټ کړ.

په ډي کوک د خلکو لخوا نیوکې هم وشوې چې ګواکې د کرکټ له روحیې خلاف عمل یې ترسره کړ.خو اوس پخپله پاکستانی اوپنر فخر زمان وایي،په تیره لوبه کې اوټ کیدل د هغه خپله ګرمه وه.

نوموړي وویل،پدې کې د ډي کوک لاس نشته او غلطي پخپله هغه وکړه چې مخ يې واړوه.

«غلطي زما وه،ما حارث رؤف ته پام وړاوه چې ګواکې ویشتنځای ته ناوخته داخل شو.خو نور هر څه د میچ په ریفري پورې اړه لري چې څرنګه پریکړه کوي،خو زه وایم چې ګرمه د ډي کوک نه،بلکې زما وه.»
د یادونې وړ ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د سويلي افریقا لخوا د ورکړل شوي د ۳۴۲ منډو په بدل کې ښه پيل نه درلوده.

یادې لوبډلې په ۲۵ اورونو کې ۱۲۰ منډې درلودې او پنځه ویکټې یې له لاسه ورکړي وې.خو یوازینی لوبغاړی فخر زمان وو چې تر وروستیو پورې سويلي افریقايي توپ اچوونکو ته تسلیم نه شو.

نوموړي پداسې مهال ویکټ په منډه کې له لاسه ورکړه،چې پاکستان ته په وروستي اور کې ۳۰ منډې د ګټلو په موخه پاتي وې او همداشان دوه ویکټې یې هم په لاس کې درلودې.

فخر زمان د ۱۸ څلوریزو او «۱۰» شپږیزو په مرسته ۱۹۳ منډې جوړې کړې او نوموړی لومړی لوبغاړی شو چې د هدف په تعقیب کې تر ټولو ډيرې منډې په یوه لوبه کې جوړوي.
عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې