
دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ
د بالیووډ اداکارې ټيپسي پانو لخوا د میتالي راج په بیوګرافۍ فلم جوړیږي
د هند بالیووډ سينما مشهورې اداکارې ټيپسي پانو د هند ښځينه کرکټ لوبډلې پياوړې لوبغاړې میتالي راج په اړه فلم جوړوي.
ټيپسي پانو د یاد فلم په اړه پخپل انسټګرام پاڼه خبر ورکړی دی.

نوموړې په انسټګرام کې یو تصویر هم خپور کړی او په هغې نوموړې لیدل کیږي چې هیلمټ او د کرکټ نور وسایل یې اچولي او د یاد فلم د جوړولو لپاره تیارۍ نیسي.
یاد فلم چې «شباش میتو» په نوم دی،د پريئا اوېن لخوا لیکل شوی او د راهول دولوکیا لخوا یې ډایریکټري شوي ده.
یاد فلم د هند ښځینه کرکټ لوبډلې کپتانې میتالي راج د ژوند او د هغې بیوګرافۍ ته ځانګړی شوی دی.
ټيپسي پانو هغه اداکاره ده چې لدې وړاندې یې په،مېشل منګل،حسین دلرابا،رشمي راکټ،دوبارا او نورو فلمونو کې هم کار کړی دی.