ریکارډونهنړیوال کریکټ

د اسټرالیا ښځینه کرکټ ټيم نوی ریکارډ کيښود

د اسټرالیا ښځينه کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ نیوزیلینډ ښځينه کرکټ ملي لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتي ورکولو سره نړیوال کرکټ ډګر کې نوی ریکارډ جوړ کړ.

اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې د یادې بریا سره پرلپسې وکولای شول چې د یو ورځنیو لوبو په ډګر کې پرلپسې ۲۲مه بریا هم خپله کړي.
د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې وروستۍ ماتي په ۲۰۱۷ کال اکتوبر میاشت کې وه،خو د هغې مودې راهیسې اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې کومه یو ورځنۍ لوبه نده بایللي.

د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې د پرلپسې ۲۲مه بریا سره نه یوازې چې نوی ریکارډ جوړ کړ،بلکې د اسټرالیا نارینوو لوبډلې ریکارډ ته یې هم د پای ټکی کيښود.
لدې وړاندې د پرلپسې زیاتو یو ورځنیو لوبو بریا ریکارډ د ریکي پونټينګ په مشرۍ کې د اسټرالیا نارینوو لوبډلې سره وو،چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې یې ۲۱ پرلپسې بریاوې یې خپلې کړي وې خو د ننۍ بریا سره اسټرالیا ښځینه لوبډلې د دوی ریکارډ هم ور مات کړ او یو نوی ریکارډ یې کيښود.

هیره دې نه وي چې د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې بریاوو څلۍ د ۲۰۱۸ کال د مارچ له ۱۲مې نېټې پیل شوی دی.
د اسټرالیا او نیوزیلینډ ښځينه کرکټ لوبډلو ترمنځ په ننۍ لوبه کې،نیوزیلینډ لوبډلې ۲۱۳ منډو هدف ورکړی وو،چې د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې لخوا په ۳۹م اور کې ترلاسه شو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې