نړیوال کریکټ

د آی پي ایل پیل او د افریقا دوهمه ډله، پنځه لوبغاړي نن رسمآ هندوستان ته سفر کوي

د جنوبي افریقا کرکټ لوبډلې پنځه مهم او کلیدي لوبغاړي نن آی پي ایل ته روانیږي،


دې لوبغاړو کې د جنوبي افریقا لوبډلې ویکټ کيپر اوپنر توپ وهونکی کوینټن ډي کاک، ډیویډ میلر، کاګیسو رباډا، نوکیا، او لونګي نیګیډي شامل دي،


افریقا لوبډله اوس مهال پاکستان کرکټ لوبډلې سره په جنوبي افریقا کې په سیالیو بوخته ده چې نن به یې پنځه کلیدي لوبغاړي رسمي سفر هند ته ترسره کوي د دې څخه وړاندې یو شمير افریقایي لوبغاړي هندوستان ته لا د وړاندې رسیدلي دي،


یاده دې وي چې د هندوستان تجارتي آی پي ایل لیګ د رواني میاشتې په نهمه نېټه پیلیږي چې لومړی لوبه به پکې دفاعي اتله لوبډله د بنګلو پروړاندې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې