مرکې

بي سي سي ای هم بلاخره د ای پي ایل سیالیو د ځای په اړه څرګندونې وکړې


یوشمېر رسنیو راپورونه خپاره کړي و چې شاید د ای پي ایل سیالیو ځای بدل شي ځکه په ممبیي کې د کرونا ویروس ویره زیاته لیدل کیږي او همدا خبرونه په رسنیو کې ښکته پورته کېدل چې د هند د کرکټ تر ادارې ورسیدل.

بلخوا بیا تر ای پي ایل وړاندې د ځینو لوبډلو لوبغاړو د کرونا مثبتې ازموینې ورکړې چې شاوخوا درې تنه یې پردې ویروس ککړ دي، دې کار د خلکو او د کرکټ مینه والو په زړونو کې نوره هم ویره زیاته کړې وه.

خو د هند د کرکټ کنټرول بورډ پرون یکشنبه ناوخته د خلکو او رسنیو دا خبرې چې ای پي ایل سیالیو ځای به بدل شي دروغ ثابت کړې د بي سي سي ای مشر سورا ګنګولي په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل چې ممبیي به د ای پي ایل لوبو کوربتوب وکړي ګنګولي ویلي موږ د ممبیي د مرکزي حکومت څخه ډاډ ترلاسه کړی دی او دا ځای مو انتخاب کړی دی.

کرکټ کنتري لیکلي چې ګنګولي په ممبیي کې د لوبو په ترسره کولو کلک ولاړ دی او غواړي چې سږنی فصل باید دلته ترسره شي، هغه دا هم ویلي چې قرنطین به پر موږ کومه خاصه اغیزه ونکړي ځکه موږ د مرکزي حکومت سره په تماس کې یو او کوشش کوو چې ټولو لوبغاړو ته پاملرنه وکړو.

د یادونې ده چې د ممبیي د کرکټ چارواکو هم تیره ورځ دا خبرونه دروغ ثابت کړل چې د لوبو ځای بدلیږی، هغوی هم په یوه اعلامیه کې ویلي و چې خلک اوازې ګډوي هیڅ خبره نشته او نن بي سي سي ای هم ومنله چې په دې اړه کوم خاص پلان نشته.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې