لیګونه

بنګلور لوبډله: پاډیکال زموږ د طبي ټیم ترڅارنې لاندې دی

رایلز چیلینجر بنګلور لوبډلې د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي چې زموږ لوبغاړی ډيوډټ پاډیکال د کرونا ویروس مثبته ازموینه ورکړې او اوس مهال نوموړی په خپل کور کې تر قرنطین لاندې دی چې همالته زموږ طبي ټیم د هغه څارنه کوي.

د کرکټ کنټري ویب سایټ په وینا چې د ای پي ایل سیالیو د پیل مخکې دا دریم لوبغاړی شو چې د کرونا ویروس مثبته ازموینه ورکوي د کلکتې لوبغاړی نتیش رانا، د ډهلي کپټلز لوبغاړی اکسر پټیل او بل همدا ډیوډټ پاډیکال چې د کرونا مثبته ازموینه یې ورکړه.

بنګلور لوبډلې پر خپله ټویتر پاڼه د پاډیکال اړوند په یوه بیانه کې ویلي چې د هغه ټیسټ مثبت دی او په بنګلور کې په خپل کور کې قرنطین دی، زموږ طبي ټیم له هغه سره په اړیکه کې دی او ډیر ژر به له لوبډلې سره یوځای شي.

پاډیکال د ای پي ایل تیر فصل کې د بنګلور لوبډلې لپاره په پنځلسو لوبو کې ۴۷۳ منډې جوړې کړې چې ددې لوبډلې لپاره ډیر قیمتي تمام شوی و او یوځل بیا ورڅخه د ښه پیل تمه لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې