لیګونه

اوشا شرکت پرلپسې اتم کال لپاره هم ممبۍ انډیانز لوبډلې سره ملګرتیا وغځوله

اوشا شرکت چې په ای پي ایل سیالیو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې سپانسري په غاړه لري،د اتم پرلپسې کال پورې هم د ممبۍ انډیانز لوبډلې سره قرارداد وغځوه.

د اوشا شرکت مشر کومل مهرا ویلي،ممبۍ انډیانز لوبډله یوه قوي،وفاداره او د ښه استعداد څخه برخمنه لوبډله ده،د دوی شرکت پدې افتحار کوي چې د ممبۍ انډیانز لوبډلې په څیر له یوې پیاوړې لوبډلې سره د سپانسرۍ یا ملګرتیا تړون غځوي.

نوموړي همداشان ډاډ څرګند کړ،چې ممبۍ انډیانز لوبډله به د شپږ ځل لپاره هم د ای پي ایل سیالیو اتلوالي ترلاسه کوي.

له بلې خوا ممبۍ انډیانز لوبډلې پخپله خپاره شوي اعلامیه کې ویلي،د اوشا شرکت دوی ته د یو فامیل په څیر دی او دوی خوښ دي چې یاد شرکت سره د اوږدې مودې راهیسې یو ځای کار کوي.

“مونږ پدې خوښ یو چې له اوشا شرکت سره د همکارۍ اړیکې دوام لري.اوشا شرکت د تیرو اتو کالونو راهیسې د ممبۍ انډیانز لوبډلې برخه وال دی. د سپانسرۍ او په خاص ډول د سپورټ په برخه کې دا تر ټولو اوږده ملګرتیا ده.”

د یادونې وړ ده چې ممبۍ انډیانز هغه لوبډله ده چې تر ټولو ډیرې پنځه ځلې یې د ای پي ایل اتلوالۍ ګټلي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې