لیګونه

کلکتې ناېټ راېډرز د لوبډلې په نوملړ کې بدلون راوسته

د هندوستان تجارتي کریکټ سیالیو ته نږدې ۵ ورځې پاتې دي او ټاکل شوې ده، چې دغه لیګ د روانې میاشتې په ۹ مه نېټه پیل شي. خو د دغه لیګ له پیلیدو څخه مخکې کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې په خپل نوملړ کې بدلون راوسته.

هغه ځکه چې د دوی پیاوړی توپ اچوونکی لوبغاړی رنګو سېنګ ټپې شو او نوموړی به ونه شي کولی چې د ای پي ایل په راتلونکي پړاو کې ولوبېږي. د نوموړي پر ځای کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې په خپل نوملړ کې ګورکیراټ سېنګ مان په خپله لوبډله کې شامل کړی دی.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې ګورکیراټ سینګ مان د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې برخه وه، خو نوموړي په تېر پړاو کې د ار سي بي لوبډلې هیلې پوره نه کړې او هماغه وه چې نوموړی د ار سي بي لوبډلې له لوري خوشې شو او د راتلونکي پړاو لپاره بیا کلکتې لوبډلې واخیسته.

باید یاده شي چې رنګو سېنګ د زنګون ټپ له امله له ټول لیګ څخه بهر شو. کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې ده چې پکې راغلي دي، رنګو سېنګ له لوبډلې څخه بهر شو او پر ځای یې ځای ناستی ګورکیراټ لوبډلې کې شامل شو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې