نړیوال کریکټ

پاکستان سر سخت سیال هندوستان ته په ۵۸ منډو ماتې ورکړه.

د بنګله دیش په کوربتوب د هندوستان، پاکستان او بنګله دیش ړندو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیز ټورنمینټ پیل شوی دی چې په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان سر سخت سیال هندوستان ته په «۵۸» منډو ماتې ورکړه.

پاکستان په لومړۍ وار توپ وهنې سره د بدر منیر ۵۸، معین اسلم ۳۳ او نثار علي ۳۰ منډو په مټ هندوستان ته د «۱۸۵» منډو هدف وټاکۀ.

د هندوستان ړندو کرکټ ملي لوبډلې د ټاکل شوي هدف په تعقیب د نهو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۲۷ منډې وکړې او لوبه یې د ۵۸ منډو په توپیر وبایلله، پاکستان ته انیس جاوید ، شاه زیب او ساجد نواز دوه دوه ویکټې واخیستې.

دغه سیالۍ چې د بنګله دیش په کوربتوب د اپریل په څلورمه پیل شوي دي ټاکل شوه ده چې د اپریل تر ۸ مې نېټې په دوام وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې