دلوبغاړو په اړه

پاکستانی ځوان لوبغاړی:هارډیک پانډیا له هندوستان بیټ راته راولیږۀ.

پاکستانی کیڼ لاسی ورو توپ اچونکی فیصل اکرام وایي،هندي هارډیک پانډیا له هندوستان څخه نوموړي ته بیټ ور ولیږه.

فیصل اکرام زیاتوي،له هارډیک پانډیا سره یې د انسټګرام له لارې خبرې پیل کړې او پدې یې ورسره خبرې پای ته ورسولې،چې نوموړی به هغه ته بیټ رالیږي.

“ما د انسټګرام له لارې هارډیک پانډیا سره خبرې درلودې.نوموړي له هغه ځای ماته بیټ را سپانسر کړ.”

فیصل اکرام هغه مهال د ټاکوونکي ډالګۍ پام ځانته راجلب کړ،چې د نشل کپ داخلي سیالیو کې یې تر ټولو ډیرې ویکټې واخیستې.

نوموړي د یادو سیالیو په لسو لوبو کې د جنوبي پنجاب لوبډلې لپاره ۲۷ ویکټې اخیستي وې.

۱۷ کلن فیصل پدې وروستیو کې زمبابوې سفر لپاره د ملي لوبډلې تمریني کمپ ته هم دعوت شوی وو.

نوموړي د تمرین پر مهال بابر اعظم ایل بي ډبلیو کړی وو.

عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې