لیګونه

هغه توپ وهوونکی چې ۲۰۲۰ کال ای پي ایل کې یې په پاور پلی کې لوړ سټرایک رېټ درلوده


ای پي ایل ته یواځې د ګوتو په شمار څو ورځې پاتې دي، دې لیکنه کې به هغه لوبغاړي وپيژنئ چې په تیر ۲۰۲۰ کال کې یې د لوبې په لومړیو اورونو “پاور پلی” کې یې لوړ سټرایک رېټ درلوده او نظر نورو ته یې ښې لوبې کړې وې.

د کرکټ مور ویب سایټ په وینا چې، سوریا کومار یادوف: د ممبیي انډینز لوبډلې بیټسمین دی چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د خپل ټیم لپاره لوړ سټرایک رېټ درلوده نوموړی تیر کال په پاور پلی کې ۶۳ توپونه لوبولي چې ۱۰۱ منډې یې په ۱۶۰.۳۲ رېټ کې جوړې کړې وې.

دوهم بیا د سنرایز حیدر اباد لوبغاړی منېش پانډې دی چې په ۱۲۱ توپونو یې ۱۸۷ منډې په ۱۵۴.۵۵ رېټ سره ترلاسه کړي دي، دریم هم انګلینډی لوبغاړی بینسټوکس دی چې ای پي ایل کې د راجستان رایلز سره لوبیږي تیر کال یې پاور پلی لوبو کې په ۱۲۴ توپونو ۱۸۳ منډې کړې وې په ۱۴۷.۵۸ رېت سره.

ماینګ اګروال چې له کینګ پنجاب سره لوبیږي په ۱۶۱ توپونو یې ۲۳۳ منډې ترلاسه کړې او په ۱۴۴.۷۲ رېټ کې لوبیدلی و.

همداراز شکردهوان بیا د ډهلي کپټلز لپاره په ۱۷۹ توپونو ۲۵۹ منډې جوړې کړې وې چې په ۱۴۳.۶۹ سټرایک رېټ کې لوبیدلی و.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې