نړیوال کریکټ

مینوالو او مبصرینو د پاکستان په نوي جوړ شوي لباس سخت غبرګون وښود.

د کرکټ ملي لوبغاړو کټ یا «لباس» د یو هېواد پېژندنه ده، که تاسو د نړي هرې لوبډلې ته وګورئ، هغه که الف، نولس کلن یا هم ملي لوبډله وي، نو په لباس یې یو شی روښانه دی، هغه د هغه هیواد نوم دی چې د کرکټ لوبغاړو په مخکینۍ برخه لیکل شوی وي.

مګر د پاکستان کرکټ بورډ د سویلي افریقا سفر دپاره یو لباس چمتو کړی دی چې په لومړي یا مخکینۍ برخه کې د پاکستان په ځای «پیپسي» لیکل شوي دي.

دا ډینس په نوم یو استرالیاوي په خپل ټویټ کې د پچې اچونې پرمهال د پاکستان لوبډلمشر او سویلي لوبډلمشر عکس خپور کړی دی او ورسره یې لیکلي دي چې ” پیپسي” د یویلي افریقا په وړاندې.

یو پاکستاني دغه ټویټ ته ځواب ورکړی او ورته یې لیکلي دي چې دغه کار د پاکستان کرکټ بورډ له کارکونکو څخه د ډېرو بوختیاوو له امله شوی دی.

د پاکستان کرکټ مینه والو ترڅنګ مبصرین هم دغه کار غوسه کړي دي، دوی وایي چې ملي لوبډله د هېواد استازیتوب کوي نو لومړی پاکستان او د له هغې وروسته دې لاندې د سپانسر نوم ولیکل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې