کورني لوبغاړيلیګونه

فضل حق فاروقي د تمرین پر مهال د چنای لوبډلې پام ځانته راجلب کړ.

د افغانستان کرکټ لوبډلې ځوان کیڼ لاسی چټک توپ اچونکی فضل الحق فاروقي چې د ای پي ایل سیالیو لپاره په تمریني کمپ کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې لخوا اخیستل شوی.

نوموړي په نېټ یا جال کې د تمرین پر مهال توپ وهونکو د توپ اچونې پر مهال ځانګړی پام ځانته راجلب کړئ.

نوموړي د تمرین پر مهال په چټکې توپ اچونې او همداشان په ښکلو یارکرو توپ اچونې سره،د چنای لوبډلې پام ځانته را اړولی دی.

چنای سوپر کینکز لوبډله چې د اسټرالیاوي چټک توپ اچونکي جوش هیزلووډ په ځای د یوه ښه توپ اچونکي په لټه کې ده،تراوسه یې ځای ناستی لوبغاړی ندی اعلان کړئ.

د کرونا محدودیتونو او د خارجي لوبغاړو د قرنطین څخه ستومانتیا ته په کتلو سره داسې احتمال ورکړل شوی،چې شاید چنای سوپر کینکز لوبډله د جوش هیزلووډ په ځای له فضل حق فاروقي سره د لوبیدو تړون وکړي.خو پدې اړه تراوسه څه ندي ویل شوي.

فضل حق فاروقي یو استعدادي لوبغاړی دی.نوموړی تیره میاشت د زمبابوې خلاف په شل اوریزه لوبه کې را څرګند شو چې د ۲۷ منډو په بدل کې یې، یوه ویکټ هم ترلاسه کړه.

فضل حق فاروقي د نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو کې هم د ښکلي او چټکې توپ اچونې سره د مینه والو پام ځانته را اړولی وو.

عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې