نړیوال کریکټ

سویلي افریقا له یوې ماتې وروسته دوهم ځل پاکستان سره مخامخ کېږي خو پاکستان بیا هم د بریا هڅه کوي

د نړیوالې کرک انفو د معلوماتو له مخې چې سویلي افریقا به نن په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې له پاکستان لوبډلې سره مخامخ شي، دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه پاکستان دبابر اعظم د سلیزې پرمټ په درې ویکټو ګټلې وه.

د کریک انفو د معلوماتو له مخې چې لوبه به نن د سویلي افریقا په کوربتوب په جوهانیبورګ لوبغالي غرمه مهال دولس بجې او دیرش دقیقې پیل شي چې افریقا لوبډله دا ځل پوره پوره د ګټلو هڅه کوي ځکه لومړۍ لوبه کې یې په خپل کور کې ماتې خوړلې.

دا لوبډلې خپلو کې سره د روان یو ورځني سیریز درې لوبې لري چې له دې لوبو وروسته به د څلورو شل اوریزو لوبو سیریز هم ترسره کړي.

روانې یو ورځنۍ درې لوبې د نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو لوبې دي چې ددې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د معلوماتو له مخې شل اوریزه لوبې به اپریل میاشتې په لسمه نیټه پیل شي او د همدې میاشتې ترنیمایي یعنې د اپریل تر شپاړلسمې به دوام وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې