نړیوال کریکټ

سويلي افریقا لوبډله جریمه شوه.

سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډله د پاکستان خلاف په لومړی پنځوس اوریزه سيالۍ کې د ورو اور یا پخپل وخت د اور د نه ترسره کولو له کبله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د سيالۍ شل سلنه جریمه شوه.

سويلي افریقا لوبډلې ته یاده سزا د میچ ریفري اندريو پاریکروفټ لخوا واورل شوه او اخطار هم ورکړل شو چې په راتلوونکي کې ورته سرغړونو څخه ډډه وکړي.

د سويلي افریقا لوبډلې هر یو لوبغاړی هم د میچ شل سلنه جریمه شول.

کرکټ نړیوالې شورا ویلي سويلي افریقې لوبډلې پخپل ټاکلي وخت کې د لوبې اورونه سرته نه وو رسولي او له همدې کبله جریمه شوي.

د سويلي افریقا لوبډلې کپتان هم د کرکټ نړیوالې شورا لخوا وضع شوي جریمه منلي ده.

د یادونې وړ ده چې سويلي افریقا لوبډله په لومړی يو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان لخوا په درې ویکټو له ماتي سره مخ شوه، دواړه لوبډلې به دوه نورې سيالۍ هم ترسره کړي.

عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې