مرکې

سمسون: ام اس ډهوني جوړېدل د هرچا د وس خبره نه ده

په ای پي ایل سیالیو کې د راجستان رایلز لوبډلې نوي کپتان سنجو سمسون ویلي چې ام اس ډهوني جوړېدل د هرچا د وس خبره نه ده، بلکې ډهوني په خپله ډهوني دی بلڅوک نه شي جوړېدلای، هغه دا خبرې په خپله نوې مرکه کې کړي دي.

نوموړي په دې اړه چې په لومړي ځل یوه لوبډله رهبري کوي خپل احساسات څرګند کړل، هغه ویلي زه ډېر زیات کوشش کوم چې خپله لوبډله ښه رهبري کړم، کرکټ کنټري د سمسون له قوله لیکلي چې دا زما لپاره هیڅ د منلو نه وه چې به دداسې یوې سترې لوبډلې کپتان وټاکل شم خو دوی پرما یو ستر باور کړی دی.

نوموړي دا هم ویلي چې زموږ مالک منوج بادل راته وویل چې تاته د ټیم رهبري درکوو ته یې منې نو ما هم ومنله او اوس هڅه کوم چې خپل ځان ریښتینی ثابت کړم او بریالی شم.

د سمسون په اړه ډیره کله د کرکت مبصرین او مینه وال څرګندونې کوي چې نوموړی ویکټ ساتوونکی دی او ترډیره ډهوني ته ورته دی اوس د کپتان په ټاکل کېدو نوره هم دې خبرې ته د خلکو توجو زیاته شوې ځکه ډهوني هم کپتان او ویکټ ساتوونکی و او دی هم دی.

خو سمسون په دې اړه د خلکو خبرو ته ځواب ورکړی دی هغه ویلي چې هیڅوک ډهوني نه شي جوړېدلای هغه یواځینی دی او هغه ته رسېدل اسانه خبره نه ده موږ یواځې خپله هڅه کوو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې