دلوبغاړو په اړهلیګونه

ریسي ټپلي او بلي سټنلیک د چینای لوبډلې غوښتنه رد کړه.

د هندۍ رسنیو خبر له مخې چې چینایي سوپر کینګز لوبډلې د شنبه په ورځ خبرې روانې کړي وې چې انګلیستانی چټک توپ اچونکی «ریسي ټاپلي» او یا هم استرالیاوی چټک توپ اچونکی بلي سټنلیک د «جوش هزلیووډ» د ځای ناستي په توګه واخلي.

د مالوماتو له مخې که څه هم دغه دواړو لوبغاړو د ۲۰۲۱م کال «ای پي ایل» نیلامۍ ته نوم لیکنه کړي وه، خو وروسته دغه دوه لوبغاړو په هندوستان کې د کرونا وایروس زیاتوالي له امله د چینای سوپر کینګز غوښتنه رد کړه.

خو ځینې سرچینې بیا زیاتوي ریسي ټپلي ته د هند خلاف محدودو سیالۍ په وخت کې ویل شوي وو چې ممکن چینای لوبډله د جوش هزلیووډ په ځای ورسره کرارداد وکړي، خو کوم رسمي وړاندیز له ندی شوی.

باید ووایو چې چینای سوپر کینګز د روان فصل لپاره مهم استرالیاوی چټک توپ اچونکی جوش هزلیووډ د لاسه ورکړ، داسې خبرونه هم ورکړل شول چې ممکن د یادې لوبډلې سره د نېټ توپ اچونکي په توګه لوبېدونکی افغان توپ اچونکی فضل فاروقي یوځای شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې