
روهیت شرما د کرکټ ترڅنګ ولیبال هم کوي.
د ممبي انډیانز لوبډلې کپتان سره ددې چې په کرکټ کې ځانکړی شهرت لري،ددې ترڅنګ هڅه کوي چې ولیبال لوبه هم زده کړي.

ممبۍ انډیانز لوبډلې پخپله پاڼه د روهیت شرما ځینې تصویرونه هم خپاره کړي او په هغې کې لیدل کیږي چې روهیت شرما د کرکټ ترڅنګ د ولیبال لوبې د زده کړې لیواله هم دی.
ممبۍ انډیانز لوبډلې د یادو تصویرونو ترڅنګ لیکلي چې کمینټیټوران وایي،روهیت شرما ته د کرکټ توپ داسې معلومیږي لکه د ولیبال توپ.

“کمینټیټوران:هېټمن(روهیت شرما)ته د کرکټ توپ داسې لیدل کیږي،لکه د والیبال توپ.”
ممبۍ انډیانز لوبډلې تیر کال د اماراتو په کوربتوب په ریکارډ ډول د پنځم ځل لپاره د ای پي ایل سیالیو اتلوالي وګټله.

یاده لوبډله به سږ کال ای پي ایل سیالیو کې هم د تیرې اتلوالۍ څخه د دفاع هڅه کوي.
ټاکل شوي چې څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ به د را روانې جمعې په ورځ د اتلې ممبۍ انډیانز او رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې په لوبې سره رسما پیل شي،چې ۵۲ ورځې به دوام وکړي.