لیګونه

د ممبیي کرکټ ادارې د ای پي ایل په اړه د خلکو خبرې دروغ وګڼلې


د ممبيي کرکټ چارواکو د خلکو هغه خبرې دروغ وګڼلې چې ویلي و د ای پي ایل لوبو ځای به بدل شي او وې ویل چې خلک دروغ وايي او دا هڅې افواهات دي چې د ای پي ایل لوبو لپاره ددې لوبو ځای بدلیږي، موږ په دې اړه هیڅ اندېښنه نلرو او کولای شو لوبې په ښه توګه ترسره کړو.

د کرکټ مور ویب سایټ په وینا چې د ممبیي کرکټ چارواکو آی اې ان اس تلویزیون سره په مرکه کې ویلي د ځای په اړه کومه خاصه اندېښنه نشته موږ د لوبو لپاره پوره اماده ګي لرو مخکې مو دوتنه د ګروانډ کارکوونکی په کرونا ککړ شوي وو خو اوس یې صحت ښه دی.

دوی په خپلو خبرو کې ویلي چې موږ هیڅ کومه خاصه اندیښنه نلرو داچې بي سي سي ای د ځای د بدلو په فکر کې ده خو دا هڅې دروغ دي او سرچوک اوازې دي موږ پوره اماده ګي لرو او لوبې ترسره کوو.

د ممبيي کرکټ اسوسیشن ادارې مشر سنجاب نایک ویلي چې موږ به ددوشنبې ورځ د خپلو دوه تنه کارکوونکو نتیجه هم اعلان کړو هغوی اوس بیخي ښه دي او صحت لري.

دې ادارې د خلکو دا خبرې چې د لوبو ځای بدلیږي وروسته له هغې رد کړې چې یو شمیر رسنیو په دې اړه راپورنه او خبرونه خپاره کړل او وویل چې د لوبو ځای بدلیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې