دلوبغاړو په اړهلیګونه

د معین علي او چینای ترمنځ جنجال: معین علي د شرابو لوګو په کمیس نه لګوي.

انګلستاني کرکټر معین علي ویلي،د چنای سوپر کینکز لوبډلې هغه شرټ یا کمیس به په تن نه کړي،چې د الکولو سپانسر نښان پرې نصب دی.

نوموړي په همدې اړه د چنای سوپر کینکز لوبډلې اداره کوونکي ډلې ته خبر هم ورکړی دی.او نوموړي ورته ویلي شراب د دوی په مذهب کې حرام دي او له همدې کبله د یاد شرکت الکولي لوګو هم پخپل لباس نشي نصبولی.

چنای سوپر کینکز لوبډلې هم د معین علي خبره منلې او د هغه له دریشۍ څخه یې د الکولو یا شرابو نښان لیرې کړی دی.

په چنای لوبډلې لباس د (ایس،این جې ۱۰۰۰۰) نښان دی او یاد شرکت د چنای سوپر کینکز لوبډلې سپانسري په غاړه اخیستي ده.

د یادونې وړ ده چې معین علي په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل نیلامۍ پر مهال د چنای سوپر کینکز لوبډلې لخوا په ۷ کروړه هندۍ کلدارې واخیستل شو.

نوموړي ۱۹ ای پي ایل سيالۍ ترسره کړي دي،چې بیټينګ برخه کې یې ۳۰۹ منډې او لس ویکټې یې اخیستي دي.
درې ځلې اتله چنای سوپر کینکز لوبډله به د روان کال ای پي ایل سيالیو لومړی لوبه د اپریل په لسمه نېټه د ډهلي کپټلز لوبډلې خلاف ترسره کړي.
غزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې