دلوبغاړو په اړه

د جسپریټ بومرا اووه کلن مزل کیسه.

اوه کاله وړاندې په همدې ورځ بومرا ای پي ایل کې راڅرګند شو، په همدې ورځ اوه کاله وړاندې د هند کرکټ ملي لوبډلې نامتو چټک توپ اچونکی جسپرټ بومرا په ای پي ایل سيالیو کې د ممبۍ انډيانز لوبډلې په ګټه راڅرګند شو.

بومرا اوس هغه لوبغاړی دی چې نه یوازې په سوداګریزو سیالیو کې،بلکې په نړیوال ډګر کې ځانګړی شهرت لري.

جسپرټ بومرا په لومړي ځل ای پي ایل سيالیو کې د رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې خلاف په لوبه کې راڅرګند شو او نوموړي پخپل لومړي اور کې د بنګلور لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي له مخې پورته کړ.

حیرانوونکي خبره دا ده چې بومرا په ای پي ایل سيالیو کې سلمه ویکټ هم د ویراټ کوهلي په سوځولو سره ترلاسه کړه.

یعنې نوموړی یوازینی توپ اچونکی دی چې لومړی ویکټ یې په ویراټ کوهلي سوځولو ترلاسه کړې ده او همداشان سلمه ویکټ یې هم د ویراټ کوهلي په سوځولو ترلاسه کړي ده.

بومرا پخپل لومړي پړاو ای پي ایل سيالیو کې دوه لوبې ترسره کړې.چې په لومړی لوبه کې یې د ۳۲ منډو په بدل کې درې لوبغاړي وسوځول،خو په دوهمه لوبه کې بې ویکټې پاتي شو.

خو په ۲۰۱۴ کال ای پي ایل پړاو کې د یادې لوبډلې یو مخکښ بالر نوم خپل کړ او نوموړی تراوسه هم د ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کوي.

څه موده وړاندې جسپرټ بومرا په یوې مرکې کې ویلي وو،چې د هغه سره د لوبو پر مهال لاسیت مالینګا ډيره همکاري کړي ده او نوموړي یارکر توپونه هم له نوموړي څخه زده کړي دي.
عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې