
د بنګلور لوبډلې مهم لوبغاړی په کرونا ویروس اخته شو
د هندوستان سوداګرېز کریکټ لیګ اړوند د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې یو لوبغاړی په کرونا اخته وموندل شو. چې په دې سره د دغه لیګ له شروع کېدو څخه وړاندې دا دریم لوبغاړی شو چې د کرونا لپاره مثبته ازموینه ورکوي.
د راپورنو له مخې چې د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې پیاوړي لوبغاړي دیوډوت پډیکال د کرونا پر وړاندې مثبته ازموینه ورکړې ده. د ټاېمز اوف انډیا د راپور له مخې، چې نوموړی اوس مهال په قرنطین کې دی.
د یادولو وړ ده چې له دې یوه ورځ مخکې د ډهلي کپټلز لوبډلې تکړه لوبغاړي اکشر پټیل هم د کرونا په وړاندې مثبته ازموینه ورکړې وه د دې ترڅنګ د کلکتې ناېټ راېډرز ناتیش رانا هم د کرونا ټیسټ کې مثبت موندل شوی وه، که څه هم وروسته د هغه ټیسټ پایله منفي راغله.
تر دې دمه پورې دا لا معلومه شوې نده چې نوموړی به په لومړۍ لوبه کې راستون شي او که نه خو د نوموړي په اړه به پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې پایله یې منفې راشي.