نړیوال کریکټ

بنګله دیش له هم د سریلانکا سفر هیله لري.

سره ددې چې د کرونا له کبله په سریلانکا کې سخت محدویتونه دي،سربیره پردې بنګله دېش کرکټ بورډ بیا هم د سریلانکا ته د دورې کولو هیله ښيي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ اجراییه رئیس نظام الدین چودري له رسنیو سره خبرو کې ویلي،دوی حالت له نږدې څاري،خو بیا هم د سریلانکا سره د پلان شوو دوو ټیسټ لوبو لپاره تیارۍ لري.

نوموړي وویل،ټولې د تنظیم چارې یې بشپړې کړي،خو مونږ یوازې حالتو څارلو ته په تمه یو.

دده په وینا د سریلانکا دورې لپاره به د خپل حکومت او نورو صحي چارواکو سره به صلاح او مشوره وکړي.که چیرې دوی ورته اجازه ورکړي،اماده دي چې سریلانکا ته د سیالیو لپاره سفر وکړي.

که چیرې سیالۍ د پلان مطابق په مخ لاړې شي.بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله به د روانې میاشتې په نیمایي کې سریلانکا ته سفر وکړي او هلته به د کوربه هیواد سره دوه ټیسټ لوبې ترسره کړي.

د رسمي سیالیو د پیل وړاندې به بنګله دېش کرکټ لوبډلو په خپلو منځونو کې ځینې تمریني لوبې هم ترسره کړي.

دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړی سیالي د اپریل په ۲۱مه نېټه په پالکالي کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

دوهمه سیالي به هم د اپریل په ۲۹مه نېټه په ورته لوبغالي کې ترسره شي.

بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې څو ورځې وړاندې له نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې سره یو شمیر سیالۍ ترسره کړې،چې د کوربه نیوزیلینډ لوبډلې لخوا له سختې ماتي سره مخ شوه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې