دلوبغاړو په اړهریکارډونه

امام الحق د نړۍ بد ترینه او منفي ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

پاکستاني چپ لاسي توپ وهونکي «امام الحق» تېره ورځ د سویلي افریقا په وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د لوبډلمشر بابر اعظم سره د «۱۷۷» منډو ملګرتیا وروسته له هغې وکړه چې اوپنر فخرزمان په ۸ منډو کې خپله ویکټ د لاسه ورکړه.

په دغه سیالۍ کې امام الحق په ۸۰ توپونو د درې څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ «۷۰» منډې جوړې کړې چې د بابر اعظم سره یې د ۱۷۷ منډو ملګرتیا دا دې سباب شوه چې کوربه سویلي افریقا ته په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې په ۳ ویکټو ماته ورکړي.

د ښې کارکرداګۍ سره سره هم دغه پیاوړي توپ وهونکي د نړۍ یو بد ترینه او منفي ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ، نوموړی لومړی اوپنر یا پیلیز توپ وهونکی دی چې له ۲۰۱۸م کال وروسته یې په لومړۍ پاور پلې کې په ټیټ «کم» «۶۶.۴۷» سټرایک ریټ سره لوبېدلی دی.

امام الحق له ۲۰۱۸م کال وروسته په یو ورځنیو سیالیو کې د یو اوپنر په توګه په لومړۍ پاور پلې کې «۵۰۰» منډې جوړې کړي دي خو تر ټولو په کم یا سست سټرایک ریټ سره لوبېدلی دی.

له نوموړي وروسته تمیم اقبال او شای هوپ هغه لوبغاړي دي چې د یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ پاور پلې کې په ۶۶.۸۴ او ۶۷۲۶ سټرایک ریټ سره لوبېدلي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې