دلوبغاړو په اړهلیګونه

کیون بیټرسن په تازه څرګندونو کې وویل چې نړیوال سیریزونه د نه ترسره کیږي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان کیون پېټرسن له نړیوالو کرکټ بورډونو څخه غوښتنه کړي ده،چې د ای پي ایل سیالیو پر مهال دې یو له بل سره سیالۍ نه برابروي.

د نوموړي اشاره د نیوزیلینډ او انګلستان سیالیو ته وه،چې د ای پي ایل (پلې اف) پړاو سره ټکر کې راغلي دي.

کیون پېټرسن وویل،کومې لوبډلې چې سیالۍ برابروي،ای پي ایل نېټې دې په نظر کې نیسي او له هغې وروسته دې سیالۍ برابروي.

پدې وروستیو کې زیاترو هیوادونو لوبغاړو د ای پي ایل لپاره نړیوالې لوبې هم پريښودې.

یو له هغوی څخه انګلستاني لوبغاړي هم وو،چې د خپلې لوبډلې په ځای یې ای پي ایل غوره وباله.

دوی ویلي وو،چې له ای پي ایل لیګ څخه دوی ډیرې ښې پیسې لاسته راوړي.

ټاکل شوي چې ۱۴م پړاو ای پي ایل سیالۍ به د اپریل په نهمه نېټه پیل چې ۵۲ ورځې به دوام وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې