دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډوېډر وارنر او کېن ویلمسن له سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره یو ځای شول

د هندوستان غوره لیګ څوارلسم پړاو له پیلیدو وړاندې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې دوه بهرني لوبغاړي اسټرالیاوی ډوېډ وارنر او نیوزیلینډی کېن وېلمسن له سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره د راتلونکي پړاو لپاره یو ځای شول.

دا لوبغاړي اوس مهال په بند باندې محکوم دي او کله چې یې د کرونا پر وړاندې ټاکل شوې د بند موده بشپړه کړه نو دوی بیا کولی شي چې له سنراېزر حېدراباد ټیم سره په تمریناتو کې برخه واخلي او د تمریناتې کمپونو برخه شي.

د یادولو وړ ده چې دغو دواړو لوبغاړو په خپلو رسمي ټوېټر اکاونټونو تائید کړې ده چې دوی اوس مهال په چینای کې دي او د کرونا د مخنیوي لپاره په بند باندې اوس مهال محکوم دي.

له بلې خوا سنراېزر حېدراباد لوبډلې هم تائید کړې ده چې د دوی لوبډلمشر وارنر او وېلمسن له دوی سره یو ځای شوی دی. ورانر او ویلمسن دواړه د سنراېزر حېدراباد لوبډلې کلیدي توپ وهوونکي دي. تمه ده چې سنراېزر حېدراباد لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د اپرېل په ۱۱ مه نېټه په چینای کې په چدمبرم کریکټ لوبغالي کې پیل کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې