افغانستان کریکټ

په خوست کې د کمال خان په ویاړ شل اوریزه لوبه ترسره کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ مالوماتو له مخې چې په خوست ولایت کې د کمال خان بند په ویاړ د افغان لوبغاړو ترمنځ خپلمنځي شل اوریزه سیالي کیږي.

افغان کرکت بورډ په خپله پاڼه لیکلي دي چې راتلونکي جمعه چې د حمل ۲۰ مه نېټه چې د اپریل ۹ مې نېټې سره برابره ده په خوست ولایت کې د کمال خان بند پراخیتا پالونکو او غني بابا د اوبو ساتونکو ترمنځ به خپلمنځي شل اوریزه سیالي ترسره شي.

افغان کرکټ بورډ له دې وړاندې په کابل، کندوز، کنړ او کندهار ولایتونو کې هم د کمال خان بند په ویاړ شل اوریزه سیالۍ ترسره کړې.

د کرکټ بورډ سر چینې «افغان کریک انفو» ته تائید کړه چې دغه سیالي به د کندهار په څېر لایف خپره شي چې ممکن د شاوخوا شپږو کمېرو څخه ګټه واخیستل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې