نړیوال کریکټ

پاکستان په یوې بریا سره افغان لوبډله شاته پرېښوده


د سویلي افریقا او پاکستان لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ د پاکستان په ګټه تمامه شوه او افریقا ته یې په خپل کور کې ماتې ورکړه، په همدې بریا سره پاکستانۍ لوبډلې افغان لوبډله هم وروسته پرېښوده.

د ۲۰۲۳ نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې افغانستان د ۳۰ نمرو په درلودلو سره څلورو مقام کې و او پاکستان لوبډله بیا د شل نمرو په لرلو سره له ویسټ انډیز او بنګلدیش لوبډلو وروسته اوم مقام کې ځای درلوده.

خو دغې لوبډلې تیره ورځ سویلي افریقا لوبډلې ته په همدې سیالیو کې لومړۍ ماتې ورکړه او په همدې بریا سره یې له افغان لوبډلې مخکې څلورم ځای خپل کړ او افغان لوبډله یې پنځم مقام ته ګزار کړه.

پاکستان لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې د سویلي افریقا ۲۷۴ منډې هدف په اسانۍ سره د بابر اعظم د ۱۰۳ او امام الحق د ۷۰ منډو پرمټ پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ او څلور شل اوریزې لوبې ترسره کیږي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې