دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هربجن سینګ: ما شعیب اختر ته ټیکټونه اخیستي وو.

هربجن سینګ: ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې شعیب اختر ته ټیکټونه ما اخیستي وو، هربجن سينګ او شعیب اختر د کرکټ نړۍ د وخت مشهوره څېره شمیرل کیدې،دواړه لوبغاړي د خپلې لوبډلې لپاره د بالینګ یا توپ اچونې برخه کې ځانګړی شهرت درلوده.

دا چې تیره ورځ هندوستان د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام لسمه کلیزه ونمانځله،ورسره ډيرو هندي لوبغاړو د یاد جام خاطرو په اړه خبرې وکړې.

یو په هغې کې د هند کرکټ لوبډلې د وخت شهرت لروونکی لوبغاړی هربجن سينګ وو،چې خپله خاطره یې وویله.نوموړي وویل په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې چې کله هندوستان له پاکستان سره سيمي فاینل لوبه درلوده.پاکستاني شعیب اختر ترې د کورنۍ او ځينو خپلوانو لپاره د ټکټونو اخیستلو غوښتنه وکړه،هغه یې هم غوښتنه ومنله او ټکټونه یې ورته واخیستل.

«شعیب اختر د سیمي فاینل په شپه راته وویل،د خپلې کورنۍ او ځينو پاکستاني ملګرو لپاره ټکټونو اخیستلو ته اړتیا لرم.ما هم ورته وویل،مشکل نشته.ما هم پنجاب کرکټ ادارې ته ووی چې هغوی ته څلور ټکټونه برابر کړي.کله مو چې دغه څلور ټکټونه هغه ته ورکړل،هغه راته وویل چې د پایلوبې لیدو لپاره څلورو نورو ټکټونو ته هم اړتیا لرم.»

هربجن سينګ وویل،د شعیب اختر څخه مو د څلورو نورو ټکټونو په اړه پوښتنه وکړه.هغه راته وویل چې پاکستان سره پایلوبې ته ځي.
« ما له هغه وپوښتل چې څلور نور ټکټونه څه کوې؟هغه راته وویل چې پاکستان لوبډلې سره پایلوبې ته ځي.بیا ما ورته وویل،چې کله پاکستان پایلوبې ته ځي،نو مونږ به چرته ځو؟

نور مو ورته وویل،چې هندوستان به فاینل کې لوبیږي.خو تاسو ته څلور نور ټکټونه هم راخیستلی شم او تاسو کولای شي چې د یوه نندراچي په توګه پایلوبه په ارامۍ سره نندراه کړئ.»

وروسته بیا سیمي فاینل لوبه کې هندوستان،پاکستان ته ماتي ورکړه او هربجن سينګ له شعیب اختر وغوښتل چې پایلوبې ته راځئ؟ خو هغه یې غوښتنه رد کړه.

« د لوبې وروسته ما شعیب اختر ته وویل،که غواړې چې پایلوبه په وانخید لوبغالي کې چې د اپریل په دوهمه نېټه له سريلانکا سره ده،کولای شې چې نندراه یې کړې.که چیرې راشې،ښه تود هرکلی به دې هم وشي.خو هغه وویل چې نه سړیه!زه باید بیرته خپل هیواد ته لاړ شم.»

په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام پایلوبه کې هندوستان په شپږو ویکټو سریلانکا ته ماتي ورکړه او د ۲۸ کالونو ځنډ وروسته یې په لومړي ځل د پنځوس اوریز جام اتلوالي خپله کړه.

په یاده سيالۍ کې ایم ایس ډوهني د ۹۱ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی وو.او د ټول ټورنمېنټ غوره لوبغاړی یوراج سينګ نومول شوی وو.

عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې