دلوبغاړو په اړهلیګونه

له شیریاس ایر وروسته ډیلي یو بل مهم لوبغاړی د لاسه ورکړ.

د ډهلي کېپټلز لوبډلې پیاوړي او ورو توپ اچونکي اکسر پټېل په اړه پر کرونا د اخته کیدو خبر ورکړل شوی دی.

دا چې ای پي ایل سیالیو ته یوازې شپږ ورځې پاتي،پداسې مهم وخت کې د اکسر پټېل پر کرونا اخته کیدل د ډهلي کېپټلز لوبډلې لپاره یو بد خبر دی.

ډهلي کېپټلز لوبډلې چارواکو هم د اکسر پټېل پر کرونا اخته کیدل تایید کړي دي.

“بدبختانه چې د اکسر پټېل د کرونا ټیسټ پایله مثبته رواتلي او نوموړی د نورې ډلې څخه جلا شوی او ټول هغه پروتوکولونه چې د لوبغاړو لپاره وضع شوي،هغه عملي کوي.”

د کلکتې لوبډلې لوبغاړي نېتیش رانا وروسته اکسر پټېل دوهم لوبغاړی دی چې د کرونا پایله یې مثبته ښکاره کیږي.

رانا چې د مارچ په ۲۲مه نېټه یې د کرونا پایله مثبته وه،د جلا کیدو وروسته په دوهم وار ټیسټ کې،د نوموړي پایله د تیرې پنج شنبې په ورځ منفي راووته او پدې سره بیرته لوبډلې سره یو ځای شو.

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالۍ به د روانې اپریل میاشتې په نهمه نېټه د بنګلور او ممبۍ انډیانز لوبډلې په لوبو سره پیل شي.

عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې