دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سهواک: که زموږ په وخت کې دومره سخت معیارونه ټاکل شوي وای، ټنډولکر، لکشمن، او ګنګولي به ناکامه شوي وای.

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیلیز توپ وهونکی «ورینډر سهواګ» ویلي دي چې که زموږ وخت کې یې د « یو یو » ازموینه اخیستې وی نو سچن ټنډولکر، سارو ګنګولي او لکشمن به هیڅکله هم دغه ازموینه نه وی پاس کړي.

د یادونې وړ ده چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د انتخاب دپاره درې معیارونه چې پکې غوره فرفامنس، یو یو ټیسټ او د دوه کیلو میتر منډې ازموینه شامله ده او یوازې هغه لوبغاړی چې دا درې واړه ازموینې بریالي کړي په ملي لوبډله کې ځای پیدا کوي.

د دغه سخت دریځه انتخاب معیارونو په اړه د هندۍ لوبډلې پخواني لوبغاړي ورینډر سهواګ وویل” زه پدې ټولو شیانو باور نلرم، که چیرې دا انتخاب زموږ په وخت کې شوی وای، سچن تندولکر، لکشمن او یارو ګنګولي به هیڅکله هم نه وی بریالی شوي.

زموږ په وخت کې د بیپ ازموینه وه او د پاس کولو نمره ۱۲.۵ وه او ما هېڅکله درې واړه د بیپ ازموینې بریالۍ نه کړې، سهواګ دا خبرې داسې مهال وکړې چې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د فټنس ازموینې اهمیت په اړه ډېرې څرګندونې کړي.

ورینډر سهواګ په دې باور نه لري، هغه وویل چې فټنس هغه څه دي چې کوم لوبغاړی یې د وخت سره ورو ورو برابرولی شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې