ولایتي سیالۍ

د ګرېډ ون سیالیو اتلوالي کابل ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ په چوکاټ کې د اې سي بي الیون او چرمېن لوبډلې سربېره د اتو ولایتونو ترمنځ د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه «ګرېډ ون» سیالۍ پیل شوي وې چې د کابل لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.

پای لوبه چې د خوست «ب» او کابل لوبډلې ترمنځ ترسره شوه چې خوست ب لوبډلې په لومړي وار توپ وهنې سره ۴۳.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۱۴ منډې وکړې او سیالې کابل ته د ۲۱۵ منډو هدف وټاکل شو.

خوست ته محمدالله ۵۸ زیاتې منډې وکړې کابل ته شفیق الله غفاري ۵ لوبغاړي وسوځول.

کابل ټاکل شوی هدف د لوبې ۳۲ اورونو کې د ۲ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او خوست ب لوبډله یې په اتو ویکټو ماته کړه.
کابل ته یونس احمدزي ۶۸ ناسوځېدلي او امن الله رفیقي هم ۶۸ منډې وکړې، خوست ته نعمت ځدراڼ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړي جائزه شفیق اللهدغفاري ته ورکدل سوه او په دې سره د ۲۰۲۱م کال وزیر محمد اکبر خان لومړۍ ولایتي سیالیو اتلوالي کابل لوبډلې ترلاسه کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې