نړیوال کریکټ

د ویسټ انډیز او سریلانکا لوبډلو د لسو ورځو خواري بې ګټې وه.


د دواړو لوبډلو ترمنځ له لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته دوهمه هم پرته د کومې نتیجې پای ته ورسېده او یوځل بیا ددواړو هېوادنو ترمنځ، د پنځه ورځو خواري په اوبو لاهو شوه هیڅ کومه ګټه یې ونکړه.

دې لوبه کې ویسټ انډیز په خپل لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په اوتېدو سریلانکا ته د ۳۵۵ منډو هدف ورکړ چې لوبډلمشر براتویت سلیزه هم پکې جوړه کړه او د سریلانکا له اړخه سرنګا لکمل څلور او دشمنتا چمیرا ۳ ویکټې واخستې.

مګر سریلانکا په خپل اننګز کې د ویسټ انډیز خلاف ۲۵۸ منډې جوړې کړې همدې اننګز کې د ویسټ انډیز لپاره کیمر روچ درې، جوزیپ او جیسن هولډر دوه دوه ویکټې واخستې.

ویسټ انډیز په خپل دوهم اننګز کې ۲۸۰ منډې جوړې کړې چې سریلانکا یې په مقابل کې ۱۹۳ منډې ترلاسه کړې خو د وخت د ختمیدو له امله لوبه یو ځل بیا مساوي اعلان شوه او پرته له کومې نتیجې پایته ورسیده.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه هم پرته له کومې نتیجې پایته رسیدلې وه او دادی اوس دوهمه لوبه هم همداسې شوه چې د لسو ورځو خواري یې بې ګتې او بې فایدې وه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې