لیګونه

د ای پي ایل سیالیو لپاره د خطر زنګ؛ ممکن د سیالیو ځای بدل شي

دا چې هندوستان غوره لیګ ته یوازې ۶ ورځې پاتې دي ترڅو دغه لیګ پیل شي، مګر د کرونا ویروس هغه څه دي چې د دغه لیګ ځنډېدو او سیالیو د خنډ رامینځته کېدو چانس پکې هم خورا زیات دی.

تازه په ممبۍ ښار کې د وانخیدي کریکټ لوبغالي لس کارمندان په کرونا ککړ موندل شوې دي او د ټیسټ پایلې یې مثبتې راغلي دي، چې له امله یې د ای پي ایل راتلوونکو لوبو ته هم ستر خنډ جوړ کړ او تمه کېږي چې د ای پي ایل د سیالیو ځای له وانخیدي کریکټ لوبغالي څخه کوم بل لوبغالي ته انتقال شي.

د راپورنو له مخې چې دا کسان به د اپرېل تر ۲۵ مې نیټې پورې په چینای ښار کې قرنطین اوسي. دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده د ای پي ایل سیالیو لس لوبې په ممبۍ کې ترسره شي خو ویل کېږي، چې په دې ایالت کې د کرونا څپې خورا په چټکۍ روانې دي او د ای پي ایل سیالیو د ځای بدلون امکان شته دی.

په ورته مهال د د ممبۍ د کریکټ ایسوسي ایشن (MCA) یوه لوړ پوړي چارواکي رسنیو ته په خبرو کې داسې وویل: ((وړمه ورځ د لوبغالي اته کارمندان په کرونا ککړ وموندل شول او نن دوه نور کارمندان په کرونا اخته وموندل شول چې د ټولو شمېر لسو تنو ته رسېږي. ټول کارمندان کور ته لېږل شوې دي او په قرنطین کې ژوند کوي.)) یاد بورډ همدغه راز خواشینې څرګنده کړه او احتمال یې څرګند کړ که حالت کنټرول نشي نو ممکن چې د ای پي ایل سیالیو په ځای کې بدلون راشي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې