نړیوال کریکټ

د «این سي ایل» سیالۍ د کرونا له امله وځنډول شوې.

د ۲۰۲۱م کال بنګله دیش هېواد کورنۍ «این سي ایل» دریم پړاو سیالۍ وروسته له هغې وځنډول شوې چې دغه هېواد کې له تېرو نهو میاشتو راهیسې په لومړي ځل د کرونا وایروس زیاتې پېښې ثبت شوې.

د پنجشنبی په ورځ د بنګله دیش هېواد روغتیایی چارواکو تایید کړه چې تېره ورځ د «۶۴۶۹» کسانو د کرونا وایروس پایلې مثبتې راغلي دي چې د تېرو نهو میاشتو راهیسې ریکارډي شمېر دی، دا په بنګله دیش هیواد کې ترټولو لویه ورځنۍ شمیره ده پداسې حال کې چې ۵۹ تنه مړه شوي.

بنګله دیش کرکټ بورډ مخکې اعلان کړی و چې دوی به د «این سي ایل» دریم پړاو سیالۍ د کاکس بازار او د بنګله دیش کریرا شکې پروتستان کې ترسره کړي، د سپورټس انسټیټیوټ د ډهکې څخه «۴۰» کیلومتره لرې په شمال کې موقیعت لري، د دغه لیګ لومړۍ دوه سیالۍ په خولینا او رنګپور کې ترسره شوي وې.

د دریم پړاو «این سي ایل» لیګ سیالۍ وروسته له هغې ځنډول کیږي چې په لیګ کې د ګډون کونکو لوبغاړو کرونا وایروس شمېر په زیاتوالي شو، په لیګ کې د ګډون کونکو لوبغاړو الوک کاپالي او خالد احمد ټیسټونه مثبت راغلل پداسې حال کې چې د یو شمېر نورو لوبغاړو کرونا وایروس خبر هم ورکړل شو.

د «این سي ایل» ځنډول ممکن د ډهاکه غوره لیګ مهالویش باندې هم منفي اغیزه وکړي کوم چې به روان کال د مۍ په ۶ مه نېټه پیل کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې