افغانستان کریکټ

د افغانستان د ښځو کرکټ ټيم د ټيسټ سیالیو غړیتوب ترلاسه کړ

که څه هم چې افغانستان لا تراوسه د ښځو کرکټ ټيم پوره لوبډله هم نه لري او نه یې کومې سيالۍ ترسره کړي دي،خو دوی ته د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټيسټ لوبو امتیاز هم ورکړل شو.

کرکټ نړیوالې شورا پریکړه کړې چې دوی به د پول میمبر هیوادونو ښځينه کرکټ لوبډلو ته د ټيسټ او یو ورځنیو لوبو بشپړ غړیتوب ورکړي.

دا پدې مانا چې لدې وروسته افغانستان،زمبابوې او بنګله دېش ښځينه کرکټ لوبډلې په ازادنه ډول ټيسټ سيالۍ هم ترسره کولی شي.
لدې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا لسو هیوادونو ښځينه کرکټ لوبډلو ته چې عبارت دي له هندوستان،پاکستان،ویسټ انډيز،سریلانکا،اسټرالیا،نیوزیلینډ،سويلي افریقا،انګلستان،ایرلینډ،هالینډ څخه،دوی ته ټيسټ غړیتوب ورکړل شوی وو.

د ښځينه کرکټ ټيمونو په برخه کې تردې دمه ډيرې ټيسټ لوبې انګلستان ښځينوو کرکټ لوبډلې ترسره کړي.

یادې لوبډلې تردې دمه (۹۵) ټيسټ لوبې ترسره کړي دي.په دوهم مقام اسټرالیا لوبډله ده چې (۷۴) ټیسټ لوبې ترسره کړي دي.

نیوزیلینډ (۴۵)،هندوستان (۳۶).سويلي افریقا او ویسټ انډيز هر یوه (۱۲) ټيسټ لوبې ترسره کړي دي.

پاکستان ښځينه کرکټ لوبډلې (۳) او سريلانکا بیا يوه ټيسټ لوبه ترسره کړي ده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې