دلوبغاړو په اړهلیګونه

درې هغه لوبغاړي چې ممکن د ای پي ایل دا فصل یې وروستی فصل وي.

په پام کې ده چې سږ کال د ای پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو پیل شي خو له بلې خوا داسې راپورنه هم ورکړل شوې دي، چې دا لیګ ممکن سږ کال د دغو درې لوبغاړو لپاره وروستی کال وي او له دې وروسته ښایې نور له کریکټ څخه یاد لوبغاړي لاس په سر شي.

دا درې لوبغاړي څوک دي؟

د راپورنو له مخې چې د دغو لوبغاړو له ډلې څخه دوه هندوستاني او یو بهرنی لوبغاړی دی، چې ښایې دا فصل یې وروستی فصل واوسي او له دې وروسته ممکن دا لوبغاړي نور ای پي ایل کې ونه لوبېږي.

د دغو لوبغاړو له ډلې څخه یو هم د هندوستان کریکټ ټیم پخوانی کیپتان او ویکېټ ساتوونکی ایم ایس ډوهنی دی. چې دا مهال په دغه لیګ کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلمشري هم پر غاړه لري. نوموړی د ای پي ایل په تاریخ کې یو بریالی کیپتان دی خو مګر ځینې نا تائید شوي راپورنه زیاتوي، چې ښایې دا فصل د نوموړي وروستی فصل وي او له دې وروسته به ای پي ایل کې څرګند نشي.

دوهم لوبغاړی هربجن سېنګ دی چې ښایې د نوموړي لپاره دا فصل یا پړاو وروستی پړاو واوسي او له دې وروسته ښایې له کریکټ څخه تقاعد شي او نور به په ای پي ایل کې ونه لیدل شي.

درېم لوبغاړی بیا د جنوبې افریقا کریکټ ټیم مشهوره او نوموتی بالر عمران طاهر دی. نوموړی د جنوبې افریقا کریکټ ټیم لپاره یو خورا ښه بالر تیر شوی دی او مسلمان لوبغاړی دی، خو نا تائید شوې راپورنه کاږي، چې ممکن د ای پي ایل دا فصل د نوموړي لپاره وروستی فصل واوسي. خو تر دې دمه پورې د یادو لوبغاړو په تړاو رسماً څه نشته دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې