ریکارډونهنړیوال کریکټ

بابر اعظم د سلیزې په جوړولو سره ستر ریکارډ ثبت کړ.

د پاکستان او سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یورځنیو سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه ترسره شوه چې پکې مېلما پاکستان په دریو ویکټو بریا ترلاسه کړه او لوبډلمشر بابر اعظم ستره کارنامه هم ثبت کړه.

په سیالۍ کې سویلي افریقا په لومړي وار توپ وهنې سره ۲۷۳ منډې وکړې چې پاکستان لوبډلې ته د ۲۷۴ منډو هدف وټاکل شو.

پاکستان ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر تر لاسه کړ چې پکې امام الحق ۸۰ او لوبډلمشر بابر اعظم ۱۰۳ منډې جوړې کړې او کوربه لوبډله یې په ۳ ویکټو ماته کړه.

لوبډلمشر بابر اعظم د سلیزې په ترلاسه کولو سره د یو ورځنیو سیالیو په ۷۶ اننګزونو کې «۱۳» مه سلیزه ترلاسه کړه چې دا د یو ورځنیو لوبو تر ټولو چټکې ۱۳ سلیزې حساب شوې.

له بابر اعظم وړاندې د سویلي افریقا مسلمان لوبغاړي «هاشم املا» لومړۍ ۱۳ سلیزې په ۸۳ اننګزونو کې، ویراټ کوهلي په ۸۶ اننګزونو کې، کوینټن ډیکاک په ۸۶ اننګزونو کې او ډیویډ وارنر په ۹۱ اننګزونو کې د یو ورځنیو سیالیو لومړۍ ۱۳ سلیزې ترلاسه کړي وې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې