نړیوال کریکټ

پاکستان نن د سویلي افریقا په کوربتوب لوبې پیلوي


ټاکل شوې چې نن د اپریل دوهمه د سویلي افریقا او پاکستان لوبډلو ترمنځ د لوبو لړۍ پیل شي، دا لوبې د سویلي افریقا په کوربتوب ترسره کیږي او پاکستانۍ لوبډله له وړاندې دغه هېواد ته رسېدلې نن به د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي.

د نړیوالې کریک انفو د معلوماتو له مخې چې دا لوبډلې به درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې ددې میاشتې تر اومې نیټې به دوام وکړي او له هغې وروسته به بیا د څلورو شل اوریزو لوبو لړۍ هم ولري.

پاکستان دغه لوبو ته د لوبډلمشر بابر اعظم تر مشرۍ لاندې ډیره ځوانه لوبډله اعلان کړې د کرک انفو د معلوماتو له مخې ځکه چې دغه لوبډله غواړي د راروان شل اوریز نړیوال جام او پنځوس اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله غوره کړي.

د معلوماتو له مخې دا لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو لوبې دي چې په یوې بریا سره یې لوبډله لس نمرې ترلاسه کوي ترڅو چې د نړیوال جام لپاره د مخکې تګ هیلې ژوندی وساتي.

بلخوا بیا سویلي افریقا دې لوبو ته نوی لوبډل مشر اعلان کړی دی ددې لوبډلې په خپاره شوی لیست کې لیدل کیږي چې تیمبا باوما ددې لوبډلې کپتان ټاکل شوی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې