دلوبغاړو په اړهمقالې

ټېم سوتي شل اوریزو لوبو کې ستره لاسته راوړنه ترلاسه کړه.

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره او چټک توپ اچوونکی ټېم سوتي د بنګله دېش خلاف په ننۍ شل اوریزه لوبه کې د بنګالي لوبغاړي مسادک حُسین په سوځولو سره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې دوهم زیاتې ویکټې اخیستونکی بالر ونومول شو.

ټېم سوتي چې د دریمې شل اوریزې د لوبې د پیل وړاندې یې ۹۶ ویکټې درلودې،خو نوموړی په ننۍ لوبه کې پدې بریالی شو چې درې ویکټو په ترلاسه کولو سره له پاکستاني افریدي وړاندې شي او په شل اوریزو لوبو کې د زیاتي ویکټې اخیستوونکي بالرانو په لیست کې یې دوهم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده چې په شل اوریزو لوبو کې د زیاتي ویکټو اخیستلو ریکارډ له سریلانکايي لیست مالینګا سره دی.

نوموړي په شل اوریزو لوبو کې د ۱۰۷ ویکټو په اخیستلو سره لومړی،سوتي د ۹۹ ویکټو په اخیستلو سره دوهم له ځان سره لري

راشدخان د ۹۵ ویکټو په اخیستلو سره هم د سوتي ریکارډ ماتولو ته نږدې دی.

نیوزیلینډ لوبډلې په دریمه شل اوریزه لوبه کې هم بنګله دېش له سترې مات سره مخ کړ.

لوبه چې لس اورونو ته راښکته شوي وه.نیوزیلینډ لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یې بنګله دېش ټوله لوبډله په ۷۶ منډو وسوځیده او سیالي یې د ۶۵ منډو په توپیر نیوزیلینډ ته بایلوده.

پدې سره نیوزیلینډ لوبډلې شل اوریز سیریز هم په کلین سويپ سره وګاټه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې