بهرني لوبغاړي

ټنډولکر روغتون کې بستر شوی

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی افسانوي لوبغاړی او نړیوال شهرت لرونکی کرکټر سچن ټنډولکر د ښې درملنې او احتیاط لپاره نږدې روغتون ته وړل شوی او هلته به شپږ ورځې بستر وي.

ټنډولکر څو ورځې وړاندې پر کرونا ناروغۍ اخته شوی وو،چې نوموړي دغه خبر په ټولنیزه رسنۍ ټویټر باندې ورکړی وو.

نوموړي لیکلي وو چې د کرونا ټیسټ پایله یې مثبته راوتلي او نوموړي له کورنۍ نورو غړو جلا کړی دی.

د نوموړي د یاد خبر خپریدو وروسته د هغه مینه والو نوموړي ته د ژر روغیدو غوښتنه او دعاګانې وړاندې کړې.

یو په هغې کې د هغه د وخت سیال شعیب اختر هم وو،چې نوموړي ته یې د کامل صحت غوښتنه وکړه.

په روغتون کې د بستر کیدو خبر هم ټنډولکر پخپله ټویټر پاڼه ورکړی دی.نوموړي لیکلي دي.

“د ستاسو د نیکو هیلو او دعاګانو څخه ډیره مننه کوم.د زیاتو احتیاطي تدابیرو او طبي لارښوونو په خاطر مو خپل ځان په روغتون کې داخل کړئ او دلته به د هغوی تر نظرات لاندې ووم.هیله مند یم چې څو ورځې وروسته به یو ځل بیا خپل کور ته ستون شم.تاسو ټول هر یو خپلو ځانونو ته پام کوئ،ترڅو خوندي پاتې شئ.”

ټنډولکر چې پخپله د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام برخه وو.

نوموړي د نړیوال جام ګټلو د لسمې کلیزې په ویاړ خپلو د ټیم ملګرو ته مبارکي هم وړاندې کړه.

هغه لیکلي:”ټولو انډیاګانو او همداشان د ټیم ملګرو ته د نړیوال جام د لسمې کلیزې په ویاړ مبارکي او نیکې هیلې وړاندې کوم.”

د ټنډولکر علاوه د هند کرکټ ملي لوبډلې درې نور پخواني لوبغاړي عرفان پټان او د هغه مشر ورور یوسف پټان،همداشان بدرینت په اړه هم پر کرونا د اخته کیدو خبر ورمړل شوی وو.

دا ټول لوبغاړي د روډ سیفټي په نوم کرکټ سیریز کې د هند افسانوي یا لیجنډز لوبډلې برخه وو.

د دوی په شتون کې هند لوبډلې د یاد سیریز یا ټورنمېنټ اتلوالي خپله کړي وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې